
کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ د کوچني پامیر له يو شمېر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د پامیر د مشرانو په استازیتوب مولوي عبدالحق او نورو ناستې ته خبرې وکړې, هغوی د اسلامي امارت له هڅو، کوښښ او یادې سیمې ته له پاملرنې څخه مننه کړې او له دې نظام سره یې په هره برخه کې د همکاري ژمنه کړې.
دغه راز مشرانو له وزارت مقام څخه په پامیر کې د روغتیایي خدماتو او د یوه بل کلینیک د جوړېدو، د سړکونو رغولو، د ښوونځي او مخابراتي خدماتو او لبنیاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کړې.
د وزارت سرپرست ښاغلي نوري ويلي: موږ د خپل ولس ټولو وړاندیزونو ته ژمن یو، تېر کال مو چې د پامیر له سیمې څخه د لیدنې پر مهال کومې ستونزې واورېدلې هغه مو د حل په موخه له رئیس الوزرا سره شریکې کړې او د ټولو ښکېلو وزارتونو کاري ټېمونو د ستونزو د حل کولو لپاره لاس په کار شوي.
هغه زیاته کړه: د پامیر سړک منظور شوی او په لنډ وخت کې به یې کار پیل شي، د ټلیفون ستنه هلته نقل شوې چې په لنډ وخت کې به فعاله شي. سرپرست وزير د پامير مالدارانو لبنیاتو ته د بازار موندنې په اړه هم ډاډ ورکړی. هغه وویل: پامیر زموږ د هېواد یوه مهمه نقطه ده او حکومت به ورته په ټولو برخو کې پوره پاملرنه کوي.
افغانمل