
کابل، د زمري ۱۲ مه، باختر
د سترګو د څانګې متخصص ډاکټران چې د پاکستان د الخدمت بنسټ له لارې افغانستان ته راغلي، غواړي د کابل د نور په ملي او تخصصي روغتون کې له ۵۰۰ څخه زیاتو هغو کسانو ته چې سترګې یې ستونزه ولري، په وړیا توګه یې درملنه وکړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د نور روغتون رئيس ډاکټر ظاهر ګل ځدراڼ د الخدمت بنست له همکارۍ څخه مننه وکړه او ويې ويل: دغو ډاکټرانو د ناروغانو د درملنې په موخه دغه روغتون ته يو شمېر طبي وسايل هم راوړي، چې ارزښت يې شاوخوا دوه میلیونه ۴ سوه زره پاکستانۍ کالدارې کېږي.
ډاکټر ځدراڼ زياته کړه، چې دا دويم ځل دى، چې نور روغتون ته دغه ډاکټران راځي او د ناروغانو درملنه کوي.
هغه وايي چې دغه ډاکتران به څلور ورځې په نور روغتون کې د ناروغانو درملنه وکړي.
ع