امنیت

په قندهار کې دطالبانو دترور يوه ډلګى دړې وړې وشوه.

کابل /باختر / دلړم  ١١مه :
په قندهار کې دوسله والو طالبانو دډلې دترور يوه ځانګړى ډلګى دړې وړې شوه . امنيتي ځواکونو دتېرو  ٢٤ ساعتو او دځانګړو عملياتوپه بهير کې  بريالي شول ددغې تروريستي ډلګى پنځه غړي دقندهار ښار له بېلابېلو سيمو څخه  ونيسي .
ددغه بانډ يو بل غړى له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شو .
هغه  تېره اوونۍ په ارغنداب ولسوالۍ کې  يوتن  وژلى و.
درارسېدلو خبرونوله مخې ، دغه  وژل شوى يرغلګر يوتن دهغه دکوچنى لور په وړاندې  وواژه .
دقندهار والي حيات الله حيات باختراژانس ته وويل : دترور دغه ډلګى  په پوځي افسرانو ، سيمه ييزو مسوولانو ، ديني عالمانو او  قومي مشرانو بريدونه کول
هغه وايي  نيول شويو کسانو  په لومړنيو تحقيقاتو کې  دطالبانو په ډلګى کې  په خپل غړيتوب او په قندهار کې   دترور په لسګونومواردو اعتراف کړى دى .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته