کابل باختر د مرغومي ٢٥ مـــــه
دبهرنيو چارو و زارت ويندوى نن د افغا نستان لپاره د توکيو د اقتصادي همکاري د کنفرانس دجز ئيا تو په باب معلو مات ورکړل
د بهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي چې په يوه خبري غونډه کې يې خبرې کو لى وويل، د افغا نستان لپاره د توکيو د اقتصادي همکاري کنفرانس د هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرا نو په کچه دروان ميلادي کال د جولاى په مياشت کې جوړيږي
ده څرګنده کړه :په دې کنفرانس کې تر٢٠٢٥ م کال پورې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د اندا زى او ددغو مرستو د اغيزمنتوب د لوړولو اود افغا نستان ددولت د بود جى له لاري دهغو د لګولو په ګډون دوه مهمې موضوعګاني څيړل کيږي
ده زيا ته کړه : تيره اوونۍ دجاپان د بهرنيو چارو وزيرکابل ته په سفر کې د هيواد له جمهور رئيس حامد کرزي او له نورو مقا ما تو سره په جلا جلا کتنو کې دتو کيو د کنفرانس د مهمو او اساسي موضوعګانو په باب خبري و کړې
په دې خبري غونډه کې دغه را ز جانان موسى زي د سيمه ييزو همکاريو د هغې غونډې د پنځم پړاو يادونه هم و کړه چې ټا کل شوې ده د١٣٩١ کال د وري د مياشتې په پنځمه اوشپږ مه نيټه د تاجکستان په کور به تو ب ددوشنبې په ښار کې جوړه شي
ده وويل دا غونډه د افغا نستان او تا جکستان د جمهورو رئيسا نو په ګډون جوړيږي اود بې و زلې او امنيت د موضوعګانو په باب خبري پکې کيږي
دبهرنيو چارو و زارت د ويندوى دڅرګندونو له مخې : تر او سه پورې دسيمه ييزو همکاريو څلور غونډې په هند، پا کستان ، افغا نستان او تر کيه کې جوړې شوې دي