ښوونه او روزنه

په ميدان وردګو کې دوو ښوونځيو ته دودانيو جوړولو کار پيل شو .

کابل باختر د وږي ديرشمه :
دميدان وردګو په ولايت کې دوو ښوونځيو ته دنويو ودانيو دجوړولو کار پيل شو .  ددغو ودانيو په جوړيدو سره څه دپاسه شپږ زره تنه زده کوونکي له خيمو څخه په ژغورنې سره دمناسبې درسي فضا خاوندان کيږي  .
دميدان وردګو والي زندي ګل زماني له پيمانکار شرکت سره ددغو ودانيو دجوړولو دقرارداد دلاسليک کولو په مراسمو کې له دغه شرکت څخه وغوښتل چې ددغو ودانيو په جوړولو کې دې کيفيت په پام کې ونيسي .
ده  دغه راز وويل چې ددغو ودانيو په جوړيدو سره شپږ زره زده کوونکې  نجونې دمناسبې درسي فضا خاودانې کيږي .
ښاغلي زماني وويل چې دميدان وردګو ولايت نورو ښوونځيو ته دنويو ودانيو دجوړولو لپاره هلې ځلې دوام لري  چې ټول زده کوونکي مناسبه درسي فضا ترلاسه  کړي .
دميدان  وردګو ولايت دپوهنې رييس  فضل الرحمن طارق وايي چې هره يوه ودانۍ به لس درسي خونې او نور ضروري ملحقات ولري .
دغه ښوونځي دنرخ اوچک  په ولسواليو کې موقعيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته