کابل باختر دتلې دمياشتې ٢٤
دافغانستان دملي امنيت د اداره وايي چې جګړه مارانو د لوګر د والي دترور په خاطر بم دقرآن مجيد په نسخو کې ځاى پرځاى کړى و.
ددغې ادارې نوې څيړنې ښيې چې د ارسلا جمال دترورعاملين دامنيتي ځواکونو دتيرايستلو په خاطر بم يې دخطابې ميز ته څيرمه د قرآنکريم په سپارو کې تړلې و.
د لوګر والي ارسلاجمال د لوى اختر په مراسمو کې دلوګر ولايت دمرکز پل علم ښار په جامع جومات کې د وينا په بهير کې دبم دچاودنې له امله ترور شو.
په دې پيښه کې دملکي وګړو په ګډون پنځلس تنه لمونځ کوونکي ټپيان شول .
له دغې پيښې څخه ديوې ورځې له تيريدو وروسته دافغانستان دملي امنيت ادارې باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي ، تروريستانو دلوګر دوالي دترور په خاطر بم په قرآنکريم کې ځاى پرځاى کړى و .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي تروريستانو يوځل بيا په خپل دغه اسلامي او انساني ضد عمل سره ثابته کړه چې دخپلو بشري ضد عملونو د ترسره کولو په خاطر آن له آسماني مقدس کتاب څخه استفاده کوي او له هيڅ انساني او اسلامي معيار سره پابند نه دي .
نن دلوګر ولايت سيمه ييزو مسوولينو اعلام وکړ دپل علم ښار د جامع جومات د درې تنه کارکوونکي چيرته چې ارسلا جمال په کې ترور شو ددغې پيښې په اړوندو نيولي دي .
د لوګر د والي مرستيال محمد هاشم فيضي په پل علم ښار کې زموږ خبريال ته وويل چې په نيول شويو کسانو کې دجومات ملا امام ، قاري او موذن شامل دي
0 1 دقیقه لوستل