کابل / د وري ۲۴ مه / باختر
د لوګر د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان د طبي او غیر طبي وسایلو لومړنۍ بستې نن د نایب امین الله خان لوګري ولایتي روغتون مسوولینو ته وسپارلې.
د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټرقدرت الله عادل باخترآژانس ته وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان د لوګر له روغتیايي مرکزونو سره د اکسیجن، التراسوند ماشینونو، د عملیاتو، فزیوتراپي وسایلو، د لومړنیو مرستو بستې، چپرکټونو، یخچالونو او د دفتري وسایلو مرسته وکړه.
د لوګر د عامې روغتیا رییس د څرګندونو له مخې، د طبي او غیر طبي وسایلو لومړۍ بسته یې ترلاسه کړې او دویمه بسته به هم په نږدې ورځو کې تر لاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې همدا اوس د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې ۷۲ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي چې تمویل یې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف پر غاړه دی.
ع