سیاست

حامدکرزی د امریکا د دفاع وزیر ته په خطاب کې: هر ډول دوه اړخیزه اړیکه باید د یو بل ملي واکمني ته د احترام پر اصل ولاړه وي د امریکا د دفاع وزیر: د افغانستان خلک داحترام اوعزت مستحق دي اوامریکا د افغانستان ملي واکمني ته احترام لری

کابل باختر دکب دمياشتي ٢١ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، تير ماښام د امریکا د دفاع له وزیر چک هیګل سره  په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو او په دغو ځواکونو پورې د اړوندو ملیشو د عملیاتو، د افغانستان له کلیو او بانډو څخه د ناټو ځواکونو د وتلو، د ملکي وګړو د دسردزيان، د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي موافقه لیک، د بګرام جيل د بشپړ لېږد او د سولې د بهیر په ګډون د یوشمېر نورو علاقې وړ موضوع ګانو په باب خبرې وشوې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
په پیل کې د افغانستان جمهوررئیس د امریکا د کانګرس له لوري د دغه هېواد د دفاع د وزیر په توګه د ښاغلي هیګل د ټاکل کېدو له امله ده ته مبارکي وویله او د دغې څوکۍ لپاره یې هغه غوره شخص وباله او د بریالیتوب هیله یې ورته وکړه.
د امریکا د دفاع وزیر له جمهوررئیس حامدکرزي څخه  ده ته د تاوده هرکلي له امله مننه وکړه، وې ویل چې له جمهوررئیس کرزي سره ښې اړیکې او پخوانۍ دوستي لري، ده، هیله وکړه چې دغه اړیکې د متقابل اعتماد په فضا کې لا ډیرټینګښت ومومي.
جمهوررئیس هغې وروستې پیښې ته داشارې په ترڅ کې چې په هغې کې د
قندهار پوهنتون یو محصل په  امریکایي ځواکونو پورې د اړوندو کسانو لخوا له پوهنتون څخه په غیر قانوني ډول بوتلي شو، دغه عمل یې د افغانستان ملي واکمني ته د احترام له اصل څخه سرغړونه وبلله.
جمهوررئیس ټینګاروکړچې بهرني ځواکونه باید په دې اړه د افغانستان د خلکو حساسیتونه درک کړي.
حامدکرزي څرګنده کړه چې هر ډول دوه اړخیزه اړیکه باید د یو بل ملي واکمني ته د احترام پر اصل ولاړه وي او د دواړو هېوادونو ګټې باید پکې په پام کې ونیول شي.
د امریکا د دفاع وزیر وویل چې هېواد یې د افغانستان ملي واکمني ته احترام لري او یادونه یې وکړه چې په تېرو کلونو کې تېروتنې شوې دي، خو له دغو تېر وتنو څخه د تجربې په اخیستلو سره، دواړه لوري باید د اړیکو او د متقابل اعتماد  د ټینګښت لپاره له پخوا زیاته هڅه وکړي. ده، همدا راز څرګنده کړه چې د افغانستان خلک د احترام او عزت مستحق دي او امریکا به د هغوی ترڅنګ ودریږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته