ښوونه او روزنه

د ماشومانو د سرکس ملي جشن جوړ شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٩
د سرکس ملي جشن نن په کابل کې پرانستل شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي د خبرو په ترڅ کې وويل: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تل د تعليمي او روزنيز سرکس ملاتړ کوي.
فرهنګي معين زياته کړه: ستاسو ماشومان د ورزش ترڅنګ په تعليمي روزنيز سرکس کې هنر هم زده کوئ او دغه هنر ستاسو د استعدادونو په وده کې زيات رول لوبوي.
سيد مصدق خليلي زياته کړه: تاسو په سرکس هنرکې د هيواد د ماشومانو يوه توپيري څيره نندارې ته وړاندې کوئ.
په دې غونډه کې د افغانستان د ښوونيز او روزنيز سرکس استاد حميد وويل: په افغانستان کې د دوى له فعاليتونو څخه ١٣ کاله تيريږي او دوى د هيواد په ٢٨ ولايتونوکې فعاليت کوي او په دې سرکس کې څه دپاسه ٣٥٠ زره تنه ماشومان تر پوښښ لاندې نيول شوي دي.
استاد حميد زياته کړه: په دې جشن کې چې شپږ ورځې دوام کوي؛ د کابل د ماشومانو په ګډون سربېره د بلخ، باميانو، هرات او د ننګرهار د ولايتونو ماشومانو برخه اخستې ده او دوى په دې جشن کې د سرکس په زړه پورې نندارې اجرا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته