امنیت

پنځلس طالبان په قندهار کې ووژل شول

٣- کابل/ د ليندۍ ٦مه /باختر
پنځلس وسله وال طالبان په قندهار کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول او څلورنور طالبان ټپيان شول.
په دغووسله والوطالبانو تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د افغان ځواکونو پر پوستو د هغوى د يرغل په وخت کې هوايي بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې هوايي بريدونوکې ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نورټپيان شول.
د را رسېدلو خبرونوله مخې؛ له دغې پېښې وروسته د هېواد هوايي ځواکونو د دغو وسله والوطالبانو پرپټنځيو بريدونه وکړل او د وسله والوطالبانو ٦ پټنځي له ټولوجنګي وسايلو سره يې دړې وړې کړل.
وسله والو طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ يو وسله وال طالب په قندهار کې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغه وسله وال طالب نن سهارغوښتل د ارغنداب ولسوالۍ پريوسړک ماين ښخ کړي چې ماين وچاوديد اوهغه يې وواژه .
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته