امنیت

په کندز کې دازبکستان داسلامي تحريک ديو غړي نيول کيدل

کابل باختر دکب لسمه
دازبکستان داسلامي تحريک يو غړي په کندز کې دپوليسو د عملياتو په بهير کې ونيول شو .
يعقوب پرون کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت  و د امام صاحب په ولسوالۍ کې په پټنځي کې يې  دپوليسو له خوا ونيول شو .
  دکندز دپوليسو يو مقام باختراژانس  ته وويل چې دغه  سړي ددغه ولايت په ځينو سيموکې دازبکستان داسلامي تحريک دتروريستي بريدونو رهبري په غاړ ه  لرله .
يعقوب  دازبکستان تابعيت لري او دافغان پوليسو دمقاماتودڅرګندونو له مخې، ده  دازبکستان داسلامي تحريک دتروريستي ماموريت په ترسره کولو سربيره  دجنګي وسايلو او مالي امکاناتو په برابرولو کې يې له طالبا نو سره همکارى کوله.
دازبکستان اسلامي تحريک داسلامي ګوند او حقاني دشبکې  په ګډون دنورو تروريستي ډلو په شان په افغانستان کې دطالبانو درژيم له راپرځيدو وروسته په ورانکارو بريدونو لاس پورې کاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته