امنیت

په بغلان کې ديو واده په مراسموکې دبم دچاودنې له امله نهه تنه ټپيان شول .

کابل باختر د لړم دمياشتې لسمه :
په   بغلان  ولايت کې د  يو واده په مراسمو کې د  بم د چاودنې له امله  نهه  تنه    ټپيان شول .
دغه چاودنه د مرکزي بغلان د ولسوالۍ په بازار کې تيره شپه دنهوبجو په شاو
خوا کې هغه وخت رامنځته شوه چې خلکو د واده په  مراسمو کې  ګډون کړي و و .
دبغلان ولايت دعامه نظم  دکنډک قوماندان برهان الدين زاهد باختراژانس ته وويل :  چې په دې چاودنه کې د واده د مراسمو نهه تنه ګډون کوونکي ټپيان شول .
قوماندان زاهد د  واده په مراسمو کې بم ايښودنه يې شخصي دښمني بلله  خو ويې وويل چې ښايي دا دوسله وال طالبانو  کار  وي .
هغه کور چې د واده مراسم پکې ترسره کيدل د مرکزي بغلان دولسوالۍ ودانۍ ته څيرمه موقعيت لري  .
دبغلان د عامه نظم دکنډک قوماندان وايي چې امنيتي مامورينو د بم ايښودنې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
له بلې خوا د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د روغتون يو مسوول  ډاکتر خليل نرمګوي  ددغې پيښې  د ټپيانو حالت چې  ويل کيږي ټول  نارينه دي ښه بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته