امنیت

په باميانوکې نننۍ چاودنې د سر زيان نه دى اړولى

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
امنيتي مامورين  وايي چې د باميانو په ولايت کې د پوليسو يوې قرارګاه ته څېرمه نننۍ چاودنې د سر زيان نه دى اړولى .
نن له غرمې مخکې په باميانو ښارکې د پوليسو يوې قرارګاه ته څېرمه د بودا مجسموته نږدې يوه چاودنه وشوه.
د باميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې د سر زيان نه دى اوښتى.
ويل کيږي دغه پيښه دغې امنيتي قرارګاه ته څېرمه د ايښودل شوي بم د چاودنې زيږنده ده.
په همدې حال کې د باميانو ولايت د پوليسو دغه مسوول وايي چې امنيتي مامورينو د دغه بمي بريد د عاملينو د پيژندنې او نيولولپاره پلټنې پيل کړې دي.
داپه داسې حال کې ده چې د باميانو ولايت په افغانستان کې له ډير امن ولايت په ډله کې بلل کيږي او په هغه کې چاودنې سابقه نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته