خبرونهنړۍ

د عدالت نړیوالې محکمې د اسرایلو د ظلمونو پر وړاندې د سویلي افریقا د عریضې حکم صادر کړ

نړۍ، د سلواغې ۷ مه، بهرنۍ رسنۍ

د عدالت نړیوالې محکمې په غزه کې د صهیونستي رژیم له لوري د روانو ظلمونو پر ضد د سویلي افریقا له لوري د وړاندې شوي اعتراض په اړه حکم صادر کړی او له اسرایلو څخه یې غوښتي، چې غزه کې د نسل وژنې د پای ته رسولو او مخنیوي په برخه کې بېړني ګامونه پورته کړي.

محکمې په دغې پرېکړه کې له اسرایلو څخه د اوربند غوښتنه نه ده کړې. 

بل لورته غزه کې د فلسطیني جهادي ډلو او صهیونستي رژیم ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او په خان یونس او ځینو نورو سیمو کې اسرایلي ځواکونو په هغو بې ګناه کسانو ډزې کړي، چې غوښتل یې د جګړې د شدت له وېرې او د صهیونستي رژیم د پرلپسې ګواښونو له امله خپلې مېنې پرېږدي.

دغه راز د خان یونس سیمې په ناصر روغتون کې برېښنا په بشپړه توګه له منځه تللې او نور امکانات د پام وړ بېخي کم شوي او دغلته نورو روغتیاي مرکزونو ته څېرمه هم سختې جګړې روانې دي.

د فلسطیني جهادي لکه حماس غورځنګ او جهاد اسلامي ډلو او صهیونستي رژیم ترمنځ روانې جګړه کې د فلسطیني شهیدانو شمېر تر ۲۶ زرو اوښتی او لا هم دغه مرګ ژوبله روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته