ښوونه او روزنه

حيات: د پوهنتون د ودانۍ د جوړولو په چارو کې خنډونه د منلو وړ نه دي

کابل باختر دکب دمياشتې اته ویشتمه
د هلمند والي حيات الله حيات د دغه ولايت  د پوهنتون د ځمکې پر سر دعوه کوونکو سره کتنه کې وويل، چې د هلمند پوهنتون ملکيت دې تصفيه او د ساختماني چارو پېل لپاره دې چمتو شي.
په دې کتنه کې د پوهنتون او عدليې رياستونو مسوولينو د هلمند د پوهنتون د اووه سوه پنځه پنځوس جريبه ځمکې په اړه معلومات شريک کړل.
د دې ځمکې پر يوه برخه يو شمېر شخصي کسان دعوه لري او ادعا کوي چې په دې سيمه کې شاوخوا څلوېښت جريبه شخصي ملکيت لري او دوی يې غوښتونکي دي.
د دولتي قضاياو امر طلامحمد عابد وويل، چې د يادې ځمکې پر سر ددغو خلکو دعوه په محکمه کې تر پلټنې لاندې ده او د محکمې له پرېکړې وروسته به ددغو خلکو حق معلوم شي.
د هلمند والي حيات الله حيات اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د پوهنتون ځمکه دې تصفيه او د ودانيزو چارو پېلولو لپاره دې چمتو شي، تر څو د جوړولو چارې يې پېل شي.
د يادونې ده، چې د وزيرانو شورا له پرېکړې سره سم د لښکرګاه ښار سولې څوک ته څېرمه شاوخوا پنځه اويا جريبه ځمکه هلمند پوهنتون ته ورکړل شوې ده او د ددغه پوهنتون مسوولين هڅه کوي چې ودانيزې چارې يې پېل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته