خبرونهامنیت

درې طالبان په کاپيسا کې ونيول شول

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر
درې وسله وال طالبان پرون په کاپيسا کې له جنګي وسايلو سره ونيول شول.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند شايق شورش باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د کاپيسا په مرکز پورې اړوند نوآباد سيمه کې د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ونيول شول.
هغه وويل چې له نيول شويو کسانو څخه څو جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته