ټولنه

ديوې کور نۍ پنځه تنه ماشو مان ووژل شول

ديوې کور نۍ پنځه تنه ماشو مان ووژل شول

کابلباخترد ثوراوله

په پکتيا ولايت کې تيره شپه دسيلاو درا وتلو له ا مله ديوې کورنۍ پنځه تنه ماشومان ووژل شول.

دپکتيا ولايت له پيښو سره دمبارزې رئيس ډاکتر سيد على شاه موسوي دباختر ا ژانس خبريال ته وويل چې دپکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې دسختو اورښتو نو او سيلا ونو دراوتلو له ا مله ددغې ولسوالۍ د مندى خيلو په سا حه کې داستوګنې يو کورويجاړ شو چې له ا مله يې ديوې کورنۍ پنځه تنه ماشومان ووژل شول.

دډاکترموسوي دڅرګندونوله مخې وژل شوي ماشو مان څلورخويندى او يوورور و چې له دووکلونوڅخه ترپنځوکلونو پورې  يې عمر درلودل

ويل کيږي چې دوژل شويو ماشو مانوپلار او مور ژغورل شوي دى خودوى اوس دڅمکنيو ولسوالۍ په رو غتون کې تر درملنې لا ندې دي اوډاکترا نو ددوى روغتيا يي حالت ښه بللى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته