امنیت

په هرات ولايت کې دمقدسو امکانو او جوماتونو دامنيت دتامينولو لپاره هلې ځلې .

کابل باختر دتلې دريمه :
دجوماتونو دامنيتي  طرحې دڅيړلو په موخه يوه غونډه نن دهرات ولايت په مقر کې جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې دولايتي شورا رييس او غړي ، امنيه قوماندان او دملي امنيت درياست مرستيال حاضر وو دولايتي شورا دغړو انديښنه دجوماتونو دطرحې درامنځته کيدل مطرح  شو .
دهرات دولايتي شورا رييس  کامران عليزايي  دامنيتي بنسټونو له مسوولينو څخه وغوښتل چې ټول جوماتونه دجوماتونو دحفاظت  ديوه کنډک  دجوړولو له  لارې تر پوښښ لاندې ونيسي .
دولايتي شورا غړي وايي دبودجې دلګښت پر ځاى  دجوماتونو دوسله وال  کولو په خاطر دامنيتي  ځواکونو غښتلتيا ته پاملرنه وشي .
  په همدې حال کې دهرات امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ايوب انصاري دجوماتونو دسروې دطرحې له بشپړلو خبر ورکړ او زياته يې کړه ټول هغه کسان چې دجوماتونو دامنيت دتامينولو په خاطر  وسله وال کيږي بايمتريک کيږي .
ده وويل دغه کسان دروزنيزو زده کړو دپروګرامونو له زده کړې وروسته په مناسب معاش سره استخداميږي .
دهرات والي هم دجوماتونو دامنيت  دتامينولو لپاره توجه  ، دخلکو دمشورو دنظرياتو دشريکولو په خاطر له مرکزي  مقاماتو سره ذيربطو  مراجعو ته لازم هدايت ورکړ .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته