فرهنګ

فرهنګي معين: فرهنګ د ملتونو د نږدې والي په برخه کې کولاى شي اغيزمنه ونډه ولري

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٨ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي په نيپال کې د سارک  د مشرانو د غونډې لپاره  د تيارى په مقصد په سيمه ييز کنفرانس کې وينا وکړه او  ويې ويل:  فرهنګ  د ملتونو د نږدې والي په برخه کې کولاى شي اغيزمن رول ولري .
د باخترآژانس د خبرله مخې: په دې کنفرانس کې  چې د نيپال په پايتخت کتمندو کې د سارک د مشرانو له اتلسمې غونډې څخه د هيلو ترعنوان لاندې جوړ شو؛ د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت فرهنګي معين وينا وکړه او د سارک د غړو هېوادونو ترمنځ يې د فرهنګي اړيکو په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ.
ده په  ٢٠١٥ ميلادي کال کې د سارک د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو ښار انتخاب، د افغانستان او د سارک د غړو هېوادونو د فرهنګي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره ښه فرصت وباله او طرحه يې کړه چې په افغانستان کې امنيت او ټيکاو  کيداى شي د سيمې  د امنيت او ټيکاو ضمانت وکړي .
ده د سارک له غړو هېوادونو څخه غوښتل چې د با ثباته سيمې د لرلو لپاره دې  په ګډه عمل  وکړي .
فرهنګي معين دغه راز وويل چې د سارک د غړو هېوادونو په همکارۍ افغانستان له مرکزي آسيا سره  د آسيا د جنوب د پيوستون ظرفيت لري چې له شک پرته دا کارکولاى شي؛ د سارک لپاره داقتصادي ودې او د فرهنګي تبادلې لپاره ګټور وي.
خليلي په دې وينا کې  د افغانستان د فرهنګي ميراثونو ناوړه حالت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دغه هېوادکې نږدې يوزرو ٢٠٠ تاريخي څلي چې دافغانستان او د سارک د ګډ فرهنګي ميراث يوه برخه ده له خطر سره مخامخ دي.
ده  د سارک له غړو څخه وغوښتل  چې  ددغو ګډو ميراثونو  دساتنې لپاره دې له افغانستان  سره مرسته وکړي.
په دې کنفرانس کې د غړو هېوادونو او د کتوونکو غړو د استازو په  ګډون د نيپال  د بهرنيو چارو وزير هم برخه لرله چې په خپلو خبروکې يې په بېلابېلوفرهنګي، اقتصادي او امنيتي برخوکې د اړيکو په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ او په افغانستان پورې په اړونده قضيوکې  يې د سارک په فعال رول  ته اشاره وکړه.
په دې کنفرانس کې له بېلابېلو هېوادونو څخه ويناوالو هر يوه د سارک د غړو ترمنځ د اړيکو په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ او يو شمېر يې په افغانستان پورې په اړوندو مسئلوکې د سارک فعال رول ته اشاره وکړه او په بېلابېلو برخو په تيره بيا  په فرهنګي برخه کې  له افغانستان سره  د همکاريو په پراختيا ژمنه وکړه .
کنفرانس د آسيا د جنوب د مطالعاتو د مرکز د رييس له خوا د وړاندې شويو پيشنهادونو په جمعبندۍ سره پاى ته ورسيد او وپتيل شوه چې له کنفرانس څخه ترلاسه شوې نتيجې دې د سارک د مشرانوغونډې ته وړاندې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته