اقتصاد

د المپيک ملي کمېټه د ١٣٠ ميليونو افغانيو د مصرف مطرح شوې ادعا ردوي

کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٤نيټه :
ځينو رسنيو ادعا کړې چې ګنې د المپيک د ملي کمېټې يوسلو ديرش ميليونه بودجه ورکه شوې ده .
د کابل يوې ورځپاڼې ادعا کړې چې له تېرکال څخه تر اوسه پورې د المپيک  لغوه شوې کمېټې ته يوسلو ديرش ميليونه افغانۍ بودحه ورکړ شوې وه او ددغې کميټې له لغوه کولو وروسته د دغې تخصيصي بودجې د برخليک په باب خبر نشته .
څو کاله کيږي چې د افغانستان د المپيک د ملي کميټې د غړو ترمنځ د دغې  کميټې د رياست پرسر اختلافونه رامنځته شوي دي او د ظاهر اغبر ترڅنګ محمد حنيف هم ځان د افغانستان د المپيک د ملي کميتې رئيس بولي.
خو د المپيک د ملي کميټې د پروګرامونو عمومي مسوول ياسين محمدي چې د ظاهر اغبر له خوا رهبري کيږي؛ د کابل د يوې ورځپاڼې له خوا د دغې ادعا په ردولو سره باختر آژانس ته وويل: د المپيک بودجه تېرکال ٥٠ ميليونه افغاني کيده چې ټوله يې مصرف شوې ده.
په داسې حال کې چې دغې ورځپاڼې د يوسلو ديرشو مليونو افغانيو ادعا کړې ده چې موږ يې ردوو.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته