سیاست

د روسيې جمهور رئيس د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې مبارکي وويله

کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٧ :
د روسيې فدراسيون جمهوررئيس ولاديمير پوتين دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررئيس محمداشرف غني په نامه د مبارکۍ د پيغام په ليږلو سره د هېواد د خپلواکۍ دبېرته ترلاسه کولو د کاليزې له امله  مبارکي ويلې ده.
په پيغام کې ويل شوي دي:
((د روسيې او افغانستان اړيکې دوستانه او رغنده خصلت لري چې په (اوفا) کې زموږ  وروستۍ کتنې په بشپړه توګه په هغو د تائيد مهر لګولى دى .
ډاډمن يم چې موږ په ګډو هڅو سره د دوه اړخيزو اړيکو په لا زياتې پراختيا سره  د خپلو هېوادونو د خلکو په خير او د مرکزي آسيا په سيمه کې د امنيت او ثبات د پياوړتيا په ګټه زياتې هلې ځلې کوو.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته