امنیت

دفارياب دوالي داستوګنې کور دقوماندان نظام دافرادوله خوا کلابند شو

کابل باختر د چنګاښ  څلور ويشتمه :
دفارياب دوالي استوګنې کور  نن قوماندان نظام  دافرادو له خوا کلابند شو .
  دميمنې له ښار څخه دباختر اژانس خبريال خبر راکړ ،  چې دافغانستان په ملي او اسلامي غورځنګ پورې اړوند  دقوماندان نظام افرادو تيره شپه دفارياب دوالي  همايون فوزي  داستوګنې کور  کلابند کړ چې ددواړو لورو ترمنځ له خبرو وروسته  دقوماندان نظام افراد  دفارياب دوالي  دکور له شاوخوا څخه لرې شول .
  خو نن سهار يې  دفارياب دوالي داستوګنې دکور شاوخوا ساحه بيا کلابنده کړه .   يوه اړونده  خبرځاى  وويل  چې وسله وال کسان  دفارياب دوالي  داستوګنې دکور په شاوخوا کې  دتيارسۍ په حالت کې دي او دوالي کور او دفتر ته  غځيدلي  واټون يې  تړلي دي .
په همدې حال کې دفارياب دوالي وياند احمد جاويد بيدار  ددغه خبر په ردولو سره وايي  چې دوالي کور کلابند شوى نه دى  او دقوماندان نظام او دهمايون فوزي ترمنځ هيڅ راز ستونزه نشته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته