امنیت

په کندزکې د طالبانو د جنګي وسلو د يوې ډيپو کشف

کندز باختر دچنګاښ دمياشتې  ١١ :
په کندز ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسلو يوه ډيپو کشف شوه.
د طالبانو د جنګي وسلو دغه ډيپو په دشت ارچي ولسوالۍ کې ساتل کيده.
د کوماندو د ځواکونو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې له دغې ډيپوڅخه  په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل، په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او په لسګونو پوځي جامې ترلاسه شوې دي.
ده وويل: طالبانو له دغې ډپيو څخه په ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله.
ويل کيږي چې د عملياتوپه بهيرکې دطالبانو د ډلې يو غړى د دغې ډيپو دساتلو  په اړوند نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته