سیاست

د قانون د واکمنۍ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې د عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د تلې د مياشتې١٨مه
  د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازدېګر د قانون د واکمنۍ او د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د هېواد جمهوررئیس له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ د تصویب یادونه او د یادې ستراتیژۍ د تدوین په خاطر یې د جمهوري ریاست د دويم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، سترې محکمې، لوی څارنوالۍ او عدلیې وزارت د هڅو مننه وکړه او د هغې پر عملي کېدو یې ټینګار وکړ.
دغه راز د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتیژۍ  د ارزښت په اړه خبرې او وړاندېز وکړ چې د یو حکم له لارې دې ټولې ادارې د یادې ستراتیژۍ په اجرا کولو مکلفې او ټولو ادارو ته دې په رسمي ډول ابلاغ شي.
د غونډې په دوام د کابل سرپرست ښاروال د کابل ښاروالۍ دملکیتونو د مواظبت د څرنګوالي په اړه غونډې ته راپور وړاندې کړ. هغه وویل، موږ د ښاري ستونزو د حل لپاره زیاتې هڅې کوو، خو ځینې ستونزې لا هم د ښاري خدمتونو د برابرولو پر وړاندې  خنډ دي.
هغه خلکو ته د استملاک له امله د کابل ښاروالۍ پورونه، د خپلسرو او نقشې خلاف کورونو جوړول، د ملکیتونو غصب، د جایدادونو د کرایې ټيټوالی، د ښاروالۍ په مخکېنیو قراردادونو کې ستونزې، د دې ادارې اړوند د خلکو دعوې او قضیې او د کابل ښاروالۍ په تقنیني سندونو کې نېمګړتیاوې د خدمتونو برابرولو پر وړاندې اساسي ستونزې وبللې.
له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې لوی رئیس سیدحسین فخري وویل، د کابل ښاروالۍ قراردادونه ځانګړې نېمګړتیاوې او ستونزې لري چې د تدارکاتو له قانون سره مطابقت نه لري. هغه زیاته کړه د کابل ښاروالۍ په کرایه ورکول شوي جایدادونه په لازمو معیارونو برابر نه دي.
فخري زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ ځیني باقیات لرونکي ملکیتونه په دویم او درېیم لاس کرایه شوي دي. هغه د کابل ښاروالۍ د حقوقي ستونزو په مناسبو حل لارو ټینګار وکړ.
د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش په دې اړه وویل، د املاکو مدیرت له عمده مسایلو څخه دی چې کابل ښاروالۍ بایدورته د جدي پاملرنې ترڅنګ پالیسي ترتیب کړي.
دغه راز اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي، قاضی القضات او د سترې محکمې رئیس قانونپوه سید یوسف حلیم، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون رئیس محمدقاسم هاشمزي د موضوع په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.
د هېواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمدنادر نادري په خپلو خبرو کې وویل، موږ له کابل ښاروالۍ سره کار پیل کړی او د دې ادارې د اصلاحاتو بهیر له ارزونې وروسته د استخدام بهیر د اصلاحاتو د پروسې له لارې پیلېږي.
جمهوررئیس غني وویل: هغه ابهام چې له قانوني پلوه د کابل ښاروالۍ د چارو مخه نیسي باید لرې شي.
هغه د کابل ښاروالۍ اوسنیو قضیو ته د رسیدګۍ په خاطر د کمېسیون په جوړېدو ټینګار وکړ.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د کابل ښاروالۍ دجایدادونو د مدیریت طرحه باید برابره شي او د کابل ښاروالۍ اړوند قضیې دې د ارزونې او تصمیم نیولوپه خاطر لوی څارنوالۍ ته وسپارل شي.
هغه څرګنده کړه، د ښاروالیو د کار، فعالیت او خدمت په بهیر کې باید شفافیت وي او د واضحو معیارونو په رڼا کې دې د دې ادارې د ملکیتونو په تصفیه کې جدي اقدامات وشي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، کابل ښاروالي دې د موجوده دعواوو په اړه له بېلابېلو ارګانونو سره د همکارۍ زمینه برابره کړي او د املاکو د غصب په برخه کې دې د دولت د قضاياوو اداره اقدام وکړي چې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او هغه املاک چې د غصب احمتال یې شته، وساتل شي.
جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، هغه کمېسیون چې ټاکل شوې د کابل ښاروالۍ د قضایاو په اړه کار وکړي ټول مسایل دې په دقیق ډول وارزوي او لاسته راوړنې دې له لوی څارنوالۍ سره شریکې کړي، تر څو له موضوعاتو سره عادلانه چلند وشي.
همدارنګه غونډې د وړکتونونو د فعالیت لپاره د ځایونو د وېش د څرنګوالي او په خوشحال خان مېنه کې د۲۴ لوړپوړو ودانیو د ساحو د راپور په اړه د بحث ترڅنګ د سپینو ساحو په ساتنه او د املاکو د غصب پر مخنیوي ټینګار وکړ.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته