سیاست

جمهوررئیس غني د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

کابلباختر د ليندۍ د مياشتې١٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون سهار په مزارشریف ښار کې په خپل استوګنځي کې د بلخ ولایت له یو شمېر سوداګرو سره کتنه او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباختر آژانس ته خبرورکړ:
په پيل کې د بلخ ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس آرش یونسي خبرې وکړې او د اقینې د اوسپنې پټلۍ پرانېسته یې د افغانستان او سوداګریزې پراختیا لپاره لویه لاسته راړونه وبلله، د دې تر څنګ یې پانګونې او اقتصادي پرمختیا ته د جمهوررئیس پاملرنه وستایله او د دغه لوی بریالیتوب له امله یې جمهوررئیس او افغانانو ته مبارکي وويله.
هغه زیاته کړه، د بلخ ولایت سوداګرو په اقتصادي او پانګونې برخه کې ښه پرمختګونه کړي دي، تر دې چې د بېلابېلو ولایتونو پانګه والو په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې ده.
یونسي وویل، په دغه ولایت کې سوداګرۍ ښځې هم د پانګونې په ډګر کې فعاله برخه لري. هغه له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې په حیرتان بندر کې د سوداګرو د جایدادونو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو دا معضله په خپل وخت حل شي. 
په دى کتنه کې سیدطاهر روشن‌زاده وویل، موږ په بلخ ولایت کې درې صنعتي پارکونه لرو چې له پانګه والو او داخلي تولیداتو څخه د دولت ملاتړ غواړو.
د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې د اقینې د اوسپنې پټلۍ د پرانېستو له امله افغان پانګه والو ته مبارکي وويله. هغه زیاته کړه. د اقینې د اوسپنې پټلۍ په پرانېستو سره د پانګونو د پیاوړتیا په لار کې لومړی ګام اخېستل شوی دی، نورو ګامونو کې به شیرخان بندر له مزارشریف سره پيوستون وي او مزارشریف به له هرات سره وي.
هغه زیاته کړه، د زیاتو سوداګریزو او ترانزیټي لارو له پرانېستوسره به د سوداګرو د مالونو د ليږدونې په بيه کې د پام وړ کموالی راشي. جمهوررئیس له سوداګرو وغوښتل چې په دې اړه د لا زیات بحث لپاره له مشخصو پیشنهادي بستو سره د اقتصاد عالی شورا په یوه غونډه کې برخه واخلي. 
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، موږ د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوو، په همدې خاطر هند ته د سوداګرو د مالونو د ليږدونې په خاطر هوايي کارګو جوړه شوې ده.   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته