فراه باختر دچنګاښ دمياشتې ١٧ :
څلور تنه وسله وال طالبان د فراه ولايت په مربوطاتوکې ووژل شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمداقبال باهر د باختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو يوه سراچه ډوله موټر چې وسلې او مهمات يې پشت رود ولسوالۍ ته ليږدول، د دغه ولايت امنيتي ځواکونو پرې بريد وکړ او ووژل شول.
په دغه بريدکې د دښمن موټر، وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ