کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
دملي اردو لوى درستيز ستر جنرال قدم شاه شهيم نن دامريکا دوسله والو ځواکنو له لوى درستيز سره وکتل .
دملي دفاع وزارت وياند باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لورو داړيکو او امنيتي حالت ، دوارسا کنفرانس دنتيجو ، دافغانستان دهوايي ځواکونو دسمبالولو او ديو شمير نورو موضوعګانو په باب خبرې اترې وکړې او د دوه اړخيزې همکارۍ يې وڅيړلې.
دامريکا دوسله والو ځواکونو لوى درستيز وويل : دامريکا متحده ايالتونه او نړيواله ټولنه په هره برخه کې دافغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کوي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ