فرهنګ

دافغا نستان د ملي موزيم د نوى ودا نۍ طرحه برا بره شوه

کابلباختر دچنګاښ ١١ مــــــــــــــه

داطلاعاتو او فرهنګ د وزيرډاکتر سيد مخدوم په مشرۍ دافغانستان د ملي موزيم د نوى ودا نۍ د جوړولو په خاطر دډيري ښي طرحي د انتخاب لپاره د منصفه هيئت وروستې غونډه پرون په نيويارک کې جوړه شوه

دباخترا ژانس دخبر له مخې د افغا نستان د ملي موزيم د نوى ودانۍ طرحه دروان کال دثور له مياشتې څخه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې په کابل کې دامريکا دسفارت په همکاري ترلاس لاندې نيول شوي دي اود ويب سايت له لارې پروژه سيالۍ ته وړاندې شوه

په دې سيالۍ کې له بيلا بيلو هيوادونو څخه د افغانستان د ملي موزيم د نويودا نۍ لپاره د معماري دوه اويا طرحي کانديدي شوي وي اومنصفه هيئت چې دبيلا بيلو هيوادونو معماران او مهندسان پکى شا مل دي له هغوي څخه په لومړۍ ګام کې لس طرحي او وروسته درې طرحي انتخاب کړي

مسئول خبرځايو نه وايي چې دنړۍ په کچه د افغا نستان د ملي موزيم د نوى ودا نۍ په طرحي دلاسبري په خا طر سيالۍ دغه راز دمينې وړ وګرځيده چې په لنډه موده کې شل زره اووه سوه تنودغه ويب سايت ته مراجعه وکړه او يوشميرکسانو بيلا بيلي طرحي وليږلى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته