سیاستخبرونهنړۍ

نړيوال دې د افغانستان له خاورې اندېښنه نه لري

کابل، د زمري ۱٥ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د دوحې د هوکړه لیک د عملي کېدو غوښتونکى دى او خپله په دغه هوکړه لیک کې پر خپلو ژمنو ولاړ دى.
په دې وروستيو وختو کې د امريکا متحده ايالات د تروريزم پرخلاف د درواغو مبارزو تر شعار لاندې د افغانستان هوايي حريم نقض کړ.
امریکا د زمري په ٩مه پر يوې ملکي ساحې برید وکړ او له دې سره یې ادعا وکړه چې د القاعدې مشر یې وژلی دی.
د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس جوبايډن د خبريالانو ترمنځ په وياړ سره اعلام وکړ چې پر ايمن الظواهري بريد سره مو له تروريزم سره په مبارزه کې ستر برياليتوب ترلاسه کړ.
د جوبايډن دا خبرې چې له مسکا او تکبر ټکې وې د خلکو او په تېره بيا د افغانستان خلکو په ذهنونو کې يوه پوښتنه رامنځته کړه چې يو زوړ سياستوال په څه ډول منل شوي نړيوال اصول نقض کوي او په داسې یو هېواد برید کوي چې هلته د القاعدې مشر شتون نه لري.
آيا امريکا نورو هېوادونو ته د دې اجازه ورکوي چې له منل شويو نړيوال اصول عدول کړي او له تروريزم سره د مبارزې تر شعار لاندې پر امريکا بريد وکړي.
د امريکا متحده ايالات د منل شويو نړيوالو اصولو د نقضولو ترڅنګ د دوحې هوکړه لیک چې په بشپړ واک سره يې په قطر کې د اسلامي امارت له مشرانو سره لاسليک کړ هم نقض کړى دى، له بله پلوه، د امریکا د متحدو ایالتونو د مشرتابه له لوري ادعا شوې چې د دوحې په تړون کې د افغانستان اسلامي امارت یو مکلفیت له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه له القاعده ډلې سره چې مشر يې ایمن الظواهري دى د اړیکو پرې کول دي، په افغانستان کې د ايمن الظواهري په پناه اخیستلو سره اسلامي امارت د دوحې له تړون څخه سرغړونه کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره په افغانستان کې د ايمن الظواهري له شتون څخه بي خبري څرګنده کړې او په کابل کې د زمري د ٩ مې نيتې هوايي بريد چې د بې پيلوټه الوتکو له خوا وشوه غندلې ده.
دغه څرګندونې دا پيغام رسوي چې امريکا بايد خپلې خبرې د اسنادو له مخې وړاندې کړي
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد هم دغه بريد چې په هر دليل شوى وي وغانده او هغه يې له نړيوالو اصولو او د دوحې هوکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه بللې ده، خو د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کربي ويلي چې د امريکا د متحده ايالاتو پوځي ځواکونه په افغانستان کې د هوايي بريدونو لپاره بشپړ واک لري او له اسلامي امارت سره همغږۍ ته اړتيا نه لري.
\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا