ټولنه

خبرتيا

کابل /د غويي ٢٠مه /باختر
د کار او ټولنيزو چارو وزارت خبرتيا
د اړوندو باصلاحيتومراجعو له لورې د شوال المکرم د مياشتې د سپوږمۍ لېدلو او اعلان وروسته د کار قانون د ٤١مادې له مخې د کوچني اختر درې ورځې په ټول هېواد کې عمومي رخصتي دى.
دغه راز د روژې له مبارکې مياشتې وروسته د کارکوونکو کاري رژيم د وږي د مياشتې تر پايه پورې په دې ډول تنظيم شوى دى.
د شنبې له ورځې تر چهارشنبې تر ورځې پورې د کار پيل د سهارپه اتوبجو او له ١٢ بجو څخه تر يوې بجې پورې د ډوډى خوړلواو د ماسپښين د لمانځه د اداکولو لپاره د يو ساعت ځنډ له په پام کې نيولو سره د کار پاى په څلوربجو.
د پنجشنپې په ورځ د کار پيل د سهار په اتوبجو او پاى له دمې پرته له غرمې وروسته تر يوې بجې پورې .
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته