امنیت

په قلات کې څلور تنه طالبان ووژل شول

قلات باختر د وږي ۱۰ مه د زابل ولایت د قلات ښار د جلدک په ښارانو سیمه کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د زابل د امنیې قوماندان مصطفی مایار د باختر اژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه د پولیس د غلچکي برید په ترڅ کې وژل شوي دي. قوماندان زیاتوي چې دغه راز په ترسره شوي برید کې د طالبانو درې موټر سایکلونه، یوه کلاشینکوف او یوه ایکم مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلي دي. ویل کېږي په دې نښته کې ملکي وګړو او پولیسو ته زیان نه دی اوښتی. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته