کابل باختر د تلي دويمه :
اته تنه وسله وال طالبان په پکتيکا ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار په ارګون کې ټيک هغه وخت بريد وشو چې دپوځيانو په يوې پوستې دبريد لپاره چمتو کيدل .
په پکتيکا ولايت کې دملي اردو او جګپوړى قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په دغو وسله والو طالبانو مخکې له دې چې په ارګون ولسوالۍ کې دپوځيانو په يوې پوستې يرغل وکړي دسرتيرو له خوا بريد وشو .
ويل کېږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم