کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢١ نيټه :
د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په اړوندو سیموکی پرون د وسله والو طالبانو او د داعش د تروریستي ډلو ترمنځ وسله واله نښته رامنځته شوې ده چی له امله يې يو وسله وال طالب وژل شوی دی.
د يو بل خبر له مخې:
د پروان ولایت د دولانه په سیمه کی يو لړ ګډ چاڼیز عملیات ترسره شول چی له امله يې د جان محمدصالح د زوی له کورڅخه د ۷۵- ملي متري توپ ۵ ګولۍ، ۴۰ متره ثانیه سوز فلیته، يو لاسی بم، يوه تومانچه او شاژور، د کلاشینکوف څو تش شاژورونه او دوه جوړه پوځي جامې ترلاسه شوې چې له درېيو تنو مشکوکو افرادو سره د پروان ولایت د ملي امنیت ادارې لېږدول شوي دي.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل