سیاستخبرونهTOP

نړیوال دې د بې ځایه انديښنو او تورونو پرځای له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل له مخې وړاندې تګ وکړي

کابل، د تلې ۲ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نړیوال دې د بې ځایه انديښنو او تورونو پرځای له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل له مخې وړاندې تګ وکړي او د رسنیو او اعلامیو پر ځای دې خپل نظریات او اندېښنې له اسلامي امارت سره مخامخ شریکې کړې.
یاد وزارت دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د افغانستان په تړاو د ځینو هېوادونو د اندېښنو په اړه کړې دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ په ۷۷مه ناسته کې د امریکا او پاکستان په ګډون ځینو هېوادونو د افغانستان په اړه انديښنه ښودلې چې ګواکې له افغانستانه اوس هم د ترهګرۍ خطر موجود دی، خو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د چا پرضد ونه کارول شي. په خبره یې، په افغانستان کې هیڅ کوم وسله‌ وال ګروپ شتون نه لري.
دا اندېښنې په داسې حال کې ښودل کېږي، چې تر دې دمه دغو لوریو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ، چې د افغان حکومت حقوقي او سیاسي حق دی، ورکولو ته تیار شوي نه دي. دغه اندېښنې پر ناسمو معلوماتو او سرچینو ولاړې دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، که افغان حکومت ته یې دغه حق ورکړل شي، دا به یو فرصت وي، تر څو هغه واقعیتونه چې په افغانستان کې دمګړۍ موجود دي، له سیمې او نړۍ سره شریک شي او ښايي هېڅ ډول اندېښنې ته ځای پاتې نه شي.
له بهرنیو چارو وازرت څخه په خپره شوې اعلامیه کې یو ځل بیا دغه اندیښنې رد شوي او خپل موقف یې نړیوالو ته واضح کړی چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د چا پرضد ونه کارول شي. په اعلامیه کې ویل شوي چې فعلا په افغانتسان کې کوم وسله ‌وال ګروپ شتون نه لري.
یاد وزارت غوښتنه کړې چې نړیوال دې د بې ځایه انديښنو او تورونو پرځای له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل له مخې وړاندې تګ وکړي او د رسنیو او اعلامیو پرځای دې خپل نظریات او اندېښنې مخامخ له اسلامي امارت سره شریکې کړي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا