نړۍ

دامريکا او روسيې جمهورو رييسانو دافغانستان په باره کې تيلفوني خبرې وکړې .

مسکو  باختر د ليندي لومړى :
  اسپوتنيک خبري اژانس اعلام وکړ چې روسيې  او امريکا جمهورو رييسانو ولاديمر پوتين او دونالد ترامپ  په تيلفوني اړيکه کې دايران ، سوريې ، شمالي کوريا او دافغانستان دموضوعګانو په باب خبرې وکړې .
داسپوتنيک په خبر کې ويل شوي دي چې دسه شنبې دمازيګر تيلفوني خبرې دامريکايي لوري په نوښت ترسره شوې او په هغو کې په تفصيل  سره دسوريې او شمالي کوريا او دافغانستان ، ايران او اوکراين حالت او موضوعګانې وڅيړلې شوې .
دروسيې دجمهور رييس دنړيوالو چارو دستيار  يوري اوشاکوف  پخوا خبريالانو ته ويلي ووچې پوتين او ترامپ دسوريې دحالاتو او دکوريا دټاپو وزمې داټومي مسئلې دحل او فصل کولو په باب خبرې کوي .
  دروسيې داسپوتنيک  خبري اژانس دپوتين او دونالد ترامپ ترمنځ  دخبرو دجزئياتو په باب څه نه دي ويلي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته