۱۰۰ ورځې

دجمهوري رياست نوماندان بايد دخلکو دګټو په خاطر ديوبل ترڅنګ ودريږي

کابل باختردزمري دمياشتې  ١١ :
دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو دنتيجوپه اعلامولو کې ځنډاو سربيره پردې  درايو دپلټنې  دبهېرځنډنې کيدو نه يوازې خلک ستړې کړي دي ، بلکې دجمهوري رياست ارګ هم په دې باره کې انديښنه څرګنده کړې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې :  دجمهوري رياست ويندوى په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي دي  چې  په دې بهېرکې ځنډ اوخنډ ددولتي ادارو کار  کمزورى کړى دى.  که چيرې ددغو څرګندونو ژورتيا ته پاملرنه وشي   کله چې
دانتخاباتو په بهيرکې دځنډ په دليل په دولتي ادارو کې کار ځنډنۍ شوى دى
دغه موضوع ډيره دپاملرنې وړ ده  ځکه له سوداګرو څخه نيولې تر متشبث پورې  ،دفابريکې له خاوند څخه تر محصل او زده کوونکي پورې او له ناروغ څخه نيولې تر ناروغ لرونکي پورې دافغانستان زياتره خلک  لنډه دا چې  ټول  ټولنيز قشرونه  په يوډول نه يو ډول  له دولتي ادارو سره اړيکې لري ، له ستونزو سره مخامخ شوي دي. بايد دجمهوري رياست نوماندان په هېواد کې  په ځانګړي واکمن حالت  باندې  په ژوره توګه په پوهيدوسره  دهېواد اودخلکو دلوړو ګټو په خاطر ديو بل ترڅنګ ودريږي او دغه  ستونزه  حل کړي ، په سوداګرۍ  او دبيا جوړولو په بهيرکې ځنډ ، دفساد پراخ شتون  اوله دغه سريال څخه په لسګونو نورې رامنځته شوې ستونزې ښايي  دخلکو   حالت لاپسې خراب کړي. اوددغو ټولو ستونزو حل کول  يوه ورځ هغه  چاته لاپسې سختيږي چې دهېواد دراتلوونکي جمهور رييس په توګه ټاکل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته