سیاست

د جاپان سفیر له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ژمنه وکړه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢٠
دغه خبره په کابل کې د جاپان نوي سفیر میتسوجي سوزوکا د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره په مرمرینه ماڼۍ کې د لیدنې پرمهال وکړي.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکا وویل: افغانستان او جاپان له کلونو را په دیخوا نیکې اړیکې لري او د دوستۍ اوهمکارۍ یو ښه تاریخ لري.
میتسوجي سوزوکا وویل: افغانان په میلمه پالنې او دوستۍ کې ډیر ښه تاریخ لري، جاپان او افغانستان د ملګرو هیوادونو په توګه ښې اړیکې له پخوا راهیسې درلودلې.
د جاپان سفیر زیاته کړه: جاپان به د تېر په څیر له افغان حکومت سره  په روغتیايي، تخنیکي، اقتصادي، ټولنیزو، ښوونې او روزنې  ټرینینګونو او د سلا مشورو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د جاپان له نوي سفیر سره د ملاقات پر مهال د جاپان  دولت او د خلکو د مرستو د قدر دانۍ ترڅنګ وویل: جاپان په تیرو کلونو کې هم له افغان حکومت او خلکو سره د پام وړ مرستې کړي دي .
لومړي مرستیال د جاپان سفیر ته وویل: که چیرې د جاپان هیواد په افغانستان کې د پانګې اچونې په برخه کې توجه وکړي له یوې خوا به افغانانو ته د کار زمینه مساعده شي او له بلې خوا به د خرابو اجناسو د واردولو مخه ډب شي.
انجینیر محمد خان د دوست هېواد له کړو مرستو او ژمنو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د جاپان په څیر نور هېوادونه خصوصا ګاونډیان دې د افغانستان په رغونه او پرمختګ کې رغنده برخه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته