کابل / دتلې ٢١مه /باختر:
افغانستان په تېرو اتلسو کلونوکې د لومړي ځل لپاره وکولاى شو د اقتصادي او مالي اصلاحاتو پروګرام د پيسو د نړيوال صندوق د څېړنو له شپږو پړاوونو څخه په برياليتوب سره تېر شي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د ماليې وزارت د سرپرست محمد همايون قيومي په مشرۍ د افغانستان پلاوي په دُبى کې د پيسو د نړيوال صندوق له پلاوي سره وکتل.
د افغانستان پلاوي او د پيسو د نړيوال صندوق تخنيکي ډله په يوه اوونۍ کې د اعتباري اسانتياوو پروګرام په اړوند خبرې وکړې.
په خبروکې د اقتصادي اصلاحاتو، مديريت او د مالي برخې د اصلاحاتو، بانکي اصلاحاتو، د عوايدو د راټولولو، د ستر اقتصاد د اغېزمن مديريت، اقتصادي ودې، له فساد سره دمبارزې، په سختو شرايطوکې پرمختګ ته د لاسرسى او په څېړنې پورې اړوند نورو برخوکې دافغانستان دحکومت شاخصونه وڅېړل شول.
په پاى کې د پيسو د نړيوال صندوق پلاوي د افغانستان د پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه چې افغانستان توانيدلى د نظر وړ شاخصونو په اجرا کولوکې څېړنې په برياليتوب سره تېرې کړي. ختم- ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل