نړۍ

داورګاډي دفعاليت دبيا پيلولو لپاره دپاکستان هلې ځلې .

اسلام اباد باختر د سلواغۍ  اتمه :
دپاکستان رسمي  خبري اژانس  دپاکستان  _ ايران  او ترکيې  په تګلوري کې  دبار وړونکو  اورګاډو دتګ راتګ دبيا پيلولو لپاره  ددغه هېواد  دحکومت  دهڅو او هاند  خبر ورکړ .
  په کانتينرونو بار  دغه اورګاډي   چې په  اکو اورګاډي  شهرت لري  داسلام اباد _ تهران او انقرې ترمنځ  ددرې اړخيزې  موافقې  له مخې  په  ٢٠٠٩ ميلادي کال کې په رسمي ډول  په فعاليت پيل وکړ  او لومړى  اورګاډى د ٢٠٠٩ ميلادي  کال داګست دمياشتې په څلورمه نيټه  له اسلام اباد څخه  او دايران له لارې  ترکيې ته روان شو .
  ددغه اورګاډي  فعاليت  د ٢٠١١ ميلادي کال  ددسمبر ترمياشتې پورې  دوام وکړ او له هغه وروسته  وځنډول شو .
  دغه پاکستاني  خبر ځاى  ددغه اورګاډې  دتګ راتګ  دځنډيدو  دعلت په باره کې  څه نه دي ويلي  خو ددغه اورګاډي دفعاليت  دبيا پيلولو  لپاره  ديوې  درې اړخيزې غونډې دجوړولو دوړانديز  دطرحې  خبر ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته