
کابل، د وږي ٩مه، باختر
د نیمروز په چخانسور ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه، ٩٩١زره او ٦٨٠ افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د یوې شبکې چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئيس، ملامحمد حق بشیر باختر آژانس ته وویل، چې دغه شبکه یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ٣ میلیونه، ٩٩١ زره او ٦٨٠ افغانیو په لګښت جوړېږي، چې پر مټ به یې ١٤٤٠ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د څښاک اوبو شبکې جوړې شوې دي.