(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

نیمروز کې وروستیو سېلابونو ګڼ شمېر کورنیو ته زیانونه اړولي دي

کابل، د وري ۱۰مه، باختر

د نیمروز د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۰۰ کورونه، او په زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې وېجاړې شوې دي.

د دغه  ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس مولوي محمد قاسم  محمد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله څه باندې ۲۰۰  کورونه، نږدې ۳۰۰ څاروي او څه باندې ۶ زره جریبه کرنیزي ځمکې وېجاړې شوې دي.

هغه وویل، چې د همکارو موسسو او خیریه بنسټونو له لوري سېلاب ځپلو کورنیو ته د مرستو رسولو په موخه سروې پیل شوې ده.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا