ټولنه

د مکروريانونو ستونزې وڅيړل شوې .

کابل باختر د وږي   يوولسمه :

دکابل ښار دمکروريانونو  دستونزو د څيړنې په خاطر  نن د جمهور رييس  دفوق العاده استازي احمد ضيا مسعود په مشرۍ  غونډه وشوه .

  د اصلاحاتو او دښې حکومتوالۍ  په چارو کې  دجمهور رييس  دفوق العاده استازي  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې غونډه کې دکابل ښاروالۍ  سرپرست دمکروريانونو دشورا رييس  او غړو هم  برخه لرله  دکابل  ښار  دمکروريانونو دشورا غړو  دکابل ښار دمکروريانونو  دساتنې او څارنې  د تصدى دنه همغږي اومشورې  له امله شکايت وکړ او طرحه يې کړه  چې دمکروريانونو  دساتنې او څارنې  اداره دښو ښاري خدمتونو  په وړاندې کولو کې  د ځواب ورکولو او شفافيت په لاره کې  له دغې شورا سره  دسلا مشورې  غوښتنه کوي .

  ددغې شورا  مسوولينو  دمکروريانونو دخلکو  دستونزو دلرې کولو  غوښتنه وکړه .

دوى وايي  چې دمکروريانونو دساتنې او څارنې  د تصدى  يوازنۍ  عايداتي سرچينه  دتکس راټول دي  چې له لسو کلونور اپديخوا  دراټولولو مسووليت  يې  دماليې وزارت  په غاړه اخستى دى .

  دکابل ښاروالۍ  دممکروريانونو  دساتنې او څارنې دتصدى  په ځان  د ډډې لګولو نه شتون  ستونزې پيداکړي دي  آن  ددغې ادارې  دکارکونکو دمعاشونو  دورکولو قدرت نه لري .

  له بلې خوا هم دکابل ښاروالۍ سرپرست  وويل  داماکنو ټول تکس  چې دښاروالۍ عوايد دي  ټول عوايد  دماليې وزارت له لارې  راټوليږي  چې په منظم ډول  دعوايدو دراټولولو ميکانيزم  شتون نه لري . او  دجمهور رييس  له فوق العاده استازې څخه يې  له ښاروالۍ سره  داماکنو دتکس  دراټولولو  دادغام  غوښتنه وکړه .

  دهيواد دجمهور رييس فوق العاده استازي  دستونزو او وړانديزونو له اوريدو وروسته  وويل چې دکابل ښاروالۍ دعوايدو او دتکس  دراټولولو  دڅرنګوالي په برخه کې به دماليې  له وزير سره  خبرې وکړم . او کابل ښاروالۍ ته يې لارښوونه وکړه چې دمکروريانونو دستونزو دحل کولو په برخه کې  جدي  پاملرنه وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته