
کابل، د وري ۱۳مه، باختر
د نیمروز د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په ګمرک کې ۴۰ زره کیلوګرامه امونیم کلوراید کشف او ضبط کړي دي.
د دغه ولایت امنیې قومندانۍ مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه ۴۰ زره کیلوګرامه امونیم کلوراید د ګمرک ریاست امنیتي ځواکونو په دوو باروړنکو موټرو کې نیولي دي.
مسوولین زیاتوي، چې د دغه قضیې په تړاو یې دوه تنه نیولی، چې دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر