-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو دګډو پوځي عملياتو په بهير کې ١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ . دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ترسره شول.
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات دتوپچي اوهوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، پکتيا ، پکتيکا ، لوګر ، خوست ، غزني ، قندهار ، روزګان ، زابل ، فراه ، هرات ، غور ، بادغيس ، بلخ ،جوزجان ، فارياب ، کندز او دهلمند په ولايتونو کې ترسره شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ