سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام !

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام !
په ډيرې خواشينۍ سره خبرشوم چې دهيواد د هوايي قواوو افسرجنرال محمد يوسف غيرت د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دې.
اروښادجنرال محمد يوسف غيرت د هيواد د هوايي قواوو په بېلابيلو څانګوکې کار وکړ او د دغو قواوو تکړه افسر و. د ده خدمات دقدوړ او مړينه يې يو ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د ننګرهار ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي او کورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته