ټولنه

په بلخ کې د زعفرانو د کښت په خاطر د بزګرانو علاقمندي

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
په بلخ کې سږکال په ٣٥٠جريبه ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.
د بلخ د کرنې رييس محمد سالم ساعي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: په بلخ کې سږ کال په ٣٥٠ جريبه ځمکه کې زعفران کرل شوي دي او د کرنې رياست د شمېرونو له مخې، په روان کال کې د زعفرانو ۲۰۰ کيلوګرامه حاصل ترلاسه کېږي.
هغه زياته کړه: د تېرو کلونو په پرتله د زعفرانو او نورو ګټورو بوټو په نسبت د بزګرانو علاقمندي زياته شوې او په بازارکې د هغو له پلورنې څخه خوښ دي او د حاصلاتو د راټولولو او بسته بندۍ  په برخه کې د زده کړي غوښتونکي دي .
يو زيات شمېر بزګران چې د زعفرانو د پيازو په کښت بوخت دي، له حاصل څخه يې  رضايت لري او له نورو بزګرانو څخه هم غواړي چې د خشخاشو او نورو نشه يي بوټو پرځاى دې د زعفرانو کښت ته مخه وکړي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته