اقتصاد

د ملي تدارکاتو کمیسیون د یو ملیاردو ۸۳۴ ملیونو افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه منظور کړل

کابلباختر د وږي د مياشتې ١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني  په مشري د ملي تدارکاتو کمیسیون تير ماښام په ارګ کي غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کي د ملي دفاع، لوړو زده کړو، ماليې، فواید عامې اود نشه یي توکو پرخلاف د مبارزې وزارتونو ، د ملي امنیت  د عمومي ریاست، د افغانستان د برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند ۱۱ قراردادونه له څيړنې وروسته تصویب اوځينې يې د زیات دقت او لازمو اصلاحاتو په خاطر بلې غونډې ته پاتې شول.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د تجهیزاتو، د چمتلې ساحې د برېښنا سب استيشن ډیزاین او پراختیا، په ننګرهار ولایت کې په نشه یي توکو روږدو کسانو ته د کمپلکس جوړول، د مرکز د لیلیو او د کادري  روغتونونو د اعاشوي موادو برابرول، د ۲۰۳ میوند قول اردو  اعاشه، د ملي امنیت د عمومي ریاست او ماليې وزارت د تيلو تدارک، د پاسپورت چاپ، د تاجایي د عوایدو اجاره او همدارنګه له میدان ښار څخه تر بامیانو پورې د لویې لارې د قیر پلنوالی او د کیفیت لوړولو د برخې قراردادونه تصویب شول.
جمهور رئیس غني د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د اړوندو بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دغو پروژو تطبیق او د هغو د اجرا کېدو د بهیر څارنې ته جدي پاملرنه وکړي او د پروژو د کاري پرمختګ راپور برابر کړي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په اوونیزو غونډو کې د امنیتي او ملکي بنسټونو اړوند ۲۳۰ قراردادونه ؛ ساختماني پروژې، اجناس او خدمات په کې شامل دي، د ۴۶ملیارده افغانیو په ارزښت تصویب شوي، چې د زياترو پروژو کار د اړوندو بنسټونو له لوري پیل شوی دی.
په دې غونډه کې د جمهور رئیس دویم مرستیال قانونپوه محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې، اقتصاد او عدليې وزیرانو هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته