(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)فرهنګ(PS)ټولنه

هرات ته روان کال څه باندې ۴ زره کورني او بهرني سیلانیان تللي دي

کابل، د زمري ١٠مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د روان کال له پیله تر اوسه ۴ زره کورنیو او ۲۴۰ بهرنیو سیلانیانو هرات ته سفر کړی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى آمر مولوي رحمت الله محمدي وايي، چې په تېرو څلورو مياشتو کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست له ګرځندوى څخه ٣٠٠ زره افغانۍ عوايد هم ترلاسه شوي دي.
نوموړی د بهرنیو سیلانیانو لپاره د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو خبره کوي او وایي چې په دې وروستیو کې د دغه ریاست له خوا د بهرنیو سیلانیانو لپاره ۲۰ تنه ترجمانان هم ټاکل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان کې هر اړخیز امنیت تامین شوی، چې ورسره د سیلانیانو لپاره د هېواد د تاریخي او طبیعي ځایونو څخه د لیدنې ښه زمینه هم برابره شوې ده.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا