اقتصاد

هرات ته له ترکمنستان څخه وارداتي بريښنا زياتېږي

– کابل/ دوري ٢٦مه /باختر
د هرات د بريښنا ادارې مسوولينو په دغه ولايت کې ( د تپ پروژې) د پيل خبرورکوي چې په بهيرکې به يې له ترکمنستان څخه هرات ته د وادراتي بريښڼا ولتاژ٢٢٠ کيلوولټو ته زيات شي .
دغه موضوع د افغانستان د بريښنا شرکت عملياتي رييس د خبري ګنفرانس په بهيرکې خبريالانوته خبرورکړ.
انجنير صفي الله احمدزى چې د ٢٢٠ مزې د پروژې تګلورى ارزولې دى وايي چې ټاکل شوې ده د تپ پروژه په دريو پړاونوکې اجرا شي چې په لومړى ګام کې به د هرات د بريښنا ولتاژ ٢٢٠ ته زيات شي.
احمدزى د تپ پروژه يوبنسټيزه پروژه وبلله چې ډير ژر به په هرات کې عملي شي.
د هغه د څرګندونوله مخې؛ په لومړى پړاوکې به د نور جهاد سب استيشن له ١١٠ ولتاژ څخه ٢٢٠کيلوولټوته زيات شي.
د بريښنا شرکت عملياتي رييس دغه راز ټينګاروکړ چې د تپ پروژې لومړى او دويم فاز د هرات، فراه اوقندهار له ولايتونوڅخه تېراوپه دريم فاز کې به ٥٠٠ کيلوولټ بريښنا پاکستان ته ورسېږي.
هغه دغه راز وويل چې په راتلونکو دووکلونوکې به د بريښنا زياتې شبکې جوړې شي چې په بهيرکې به يې د هرات زياتو ولسواليوته بريښنا رسېږي.
احمدزي دغه راز په دې کنفرانس کې څرګنده کړه هغه کسان به څارنوالى ته معرفي شي چې د بريښنا لګښت پيسې نه ورکوي.
د هرات بريښڼا د حوزې رييس انجنير محمدتميم صافۍ هم وايي چې د هرات ښار بريښنا اوس د ترکمنستان او ايران څخه تاميڼېژي چې ډير ژرد ترکمنستان بريښنا ٢٢٠ کيلوولټو ته زياتېږي.
ختم- ج –ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا