کابل باختر د وږې دمياشتې دويمه:
په هغې کاري غونډه کې چې نن دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دمسوولينو او د امنيتي ارګانونو دمسوولينو په ګډون په دغه کميسيون کې جوړه ، او دهغو امنيتي چلنجونو په باب چې د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې شته ،خبرې وشوې.
دباختر آژانس دخبرله مخې :
ددغو مرکزونو مسوولينو نن په يوخبري کنفرانس کې دغونډې د نتيجو په باب معلومات ورکړل د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتريوسف نورستاني نن دامنيتي مرکزونو له مسوولينو سره په يوه ګډه خبري غونډه کې څرګنده کړه چې په ټول هيواد کې لس ولسوالۍ په پشپړه توګه د دولت ترکنترول لاندې نه دي او امنيتي ارګانونو ژمنه کړې ده چې د انتخاباتو د ترسره کولو تروخته پورې دغه ټولې ولسوالۍ به د دولت ترکنترول لاندې راوړې او په دغو سيمو کې به دنوم ليکنې او درايې ورکولو مرکزونه جوړ شي .
ده وويل : چې نن په امنيتي غونډه کې چې له امنيتي مرکزونه سره يې درلوده دغو مرکزونو ډا ډ ورکړ چې دانتخاباتو دامنيت دتامينولو لپاره هلې ځلې کوي .
دکورنيو چارو د وزارت سرپرست لوى پاسوال غلام مجتبي پتنګ په دې غونډه کې وويل : د هيواد له لسو ولسواليو پرته انتخاباتې مواد او سندونه نورو ولايتونوته ليږدول شوي دي، لس ولسوالۍ چې دچلنج په توګه پاتې دي له ترانسپورتي ستونزو څخه سرچينه اخلي .
ده دغه راز څرګنده کړه موږ هغه نيمګرټياوې چې د تيرو انتخاباتو په بهير کې له امنيتي پلوه وې څيړلي دي او دحل لپاره يې لارې چارې لټوو.
ده وويل ، موږ به په درست هيواد کې درايې ورکولو شپږ زره اته سوه پنځه څلويښت فعال مرکزونه او اوپنځوس مرکزونه غيرفعال دي .
ده زياته کړه ، زه ټولو هيوادوالو ته ډاډ ورکوم چې دانتخاباتو لپاره امنيت په سلو کې سل تامينوو چې ټول خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړي .
دملي دفاع وزارت دلوي درستيز مرستيال جنرال محمد اکرم وويل : ملي اردو له ملي پوليسو او دملي امنيت په همغږي چمتو ده چې په هيواد کې دراتلونکو انتخاباتو امنيت تامين کړي .
ده وويل ، دهغو سيمو په باب چې مواد ورته نه دي رسيدلې کار دوام لري چې هغه سيمې تصفيه او انتخاباتي موادو ورته وليږدول شي.
د ملي امنيت د لوى رياست سرپرست جنرال حسام الدين حسام وويل ، نه يوازې په انتخاباتو کې د امنيت تامينول بلکې هروخت يو ضروري کار دى .
ده وويل ، امنيتي حالت ښه شوى دى او دانتخاباتو دامنيت د تامينولو لپاره هلې ځلې کوو او کوښښ کوو له يو بل سره په همغږۍ کې دغه شان ستونزې پاى ته ورسوو.
0 2 دقیقې لوستل